د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي، په کابل کې د کمپلو جوړولو یوه فابریکې په کار پیل وکړ.
د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د فابریکې د پرانیستې پرمهال وویل چې ددې فابریکې په تولیداتو کې به د هېواد له اومو توکو، وړیو او پنبې څخه ګټه اخستل کېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه «د لړم۲۷مه» پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي چې د کمپلو جوړولو فابریکې فعالیت به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.
ملا عبدالغني برادر وايي، دوی هڅه کوي چې د پانګونې کچې په زیاتېدو سره پر بهرنیو وارداتو تکیه راکمه او په کور دننه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.
برادر زیاتوي چې د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه دې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د سل میلیونو افغانیو په ارزښت مهم ماشینونه اخستل شوي څو د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم شي.
دغه طالب چارواکي پر ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې د خپل هېواد د ابادۍ او اقتصادي ودې د پياوړتیا په موخه دلته پانګونه وکړي، حاکمه اداره به اسانتیاوې ورته برابرې کړې او بشپړ ملاتړ یې کوي.
ملا برادر د کمپلو جوړولو فابرېکې مسوولانو ته سپارښتنه وکړه چې د منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د بخت په نوم د کمپلو جوړولو پر دې فابریکه شاوخوا ۹۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د زر او په راتلونکي کې د پنځه زره کمپلو د تولید ظرفیت لري او اوسمهال یې شاوخوا ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.