فایننشل ټایمز: ټرمپ پر ایران د فشار راوړلو په لټه کې دی څو یې مذاکراتو ته مجبور کړي

۴ ورځې مخکې

فایننشل ټایمز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د یو لړ فشارونو په هڅه کې دی، څو دغه هېواد د اټومي پروګرام او د سیمه ییزو سیاستونو د بدلون په اړه مذاکراتو ته مجبور کړي.

یادې ورځپاڼې د شنبې په ورځ په دې راپور کې لیکلي، چې د ټرمپ د دغو فشارونو موخه دا ده، چې ایران د اټومي وسلو له تولید او په سیمه کې د نیابتي ډلو له ملاتړه راوګرځوي.
سرچینو فایننشل ټایمز ته ویلي، چې د واک له لېږد وروسته به ټرمپ پر ایران بندیزونه لا پسې زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي و، چې غواړي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي په سپټمبر میاشت کې وویل: «مونږ باید یوې هوکړې ته ورسېږو او که دا کار و نه شي نو پایلې به یې ښې نه وي.»
د راپورونو له مخې، ایران په وروستیو کلونو کې خپل اټومي فعالیتونه زیات کړي او اوسمهال په دغه هېواد کې د یورانیمو د غني کولو کچه د اټومي تسلیحاتو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ حد ته رسېدلې ده.
د امریکا د انرژۍ د اطلاعاتو ادارې بیا په خپل راپور کې ویلي، چې د ایران د خامو نفتو صادرات په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو برابرو زیات شوی.
د دې راپور پر بنسټ، د ایران د خامو نفتو ټولې کڅوړې چین ته صادرېږي.
د ډونالډ ټرمپ سلاکارانو هم له نوموړي څخه غوښتي، چې په چټکۍ سره د تهران پروړاندې اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ او ټیم یې بیا تر اوسه د ایران اسلامي جمهوري پروړاندې د کوم مشخص سیاست اړوند نظر نه دی ورکړی.

نور خبرونه

رادیو