طالبان: له ایران او پاکستانه له دوه سوه څخه ډېرې کورنۍ راستنې شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۴

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۲۱۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.

دغه اژانس د پنج شنبې په ورځ د (لړم ۲۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو له ډلې ۱۲ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او ۳۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او همدارنګه په همدې ورځ ۷۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۹۹ کورنۍ د هرات ولایت اسلام کلا له لارې له ایرانه راستنې شوې.
دغه اژانس زیاتوي، چې د تازه راستنو شویو له ډلې څخه ۱۰ کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولې او پر لسګونو کورنیو یې مرستې وېشلې دي.
باختر اژانس دا نه ده په ډاګه کړې، چې یادې کورنۍ په خپله خوښه او که په زور راستنې شوې؛ خو تر ډېره بریده ایران او پاکستان بې اسناده افغان کډوال په زور له خپلو هېوادونو څخه باسي.
بل خوا تېره ورځ د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړ، چې د ایران په زندانونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان بندیان افغانستان ته ستنوي.
دغه اژانس د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړۍوالې برخې د مرستیال له قوله په اېکس پاڼه کاږلي، چې ډېری دغه بندیان د نشه‌یي توکو پر اړوندو جرمونو بندیان شوي دي.
په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو طالبان له خورا نرم دریځ څخه کار اخلي او تر اوسه نه دي توانېدلي، چې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې یوې میاشتې راهیسي د ایران پر پوله د ایراني ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو د ډزو او افغانانو د وژل کېدو په تړاو لا هم طالبانو د خپلو موندنو ورستي جزییات نه دي په ډاګه کړي.

نور خبرونه

رادیو