ټرمپ د واکسینونو منتقد رابرټ ایف کینیډي، د روغتیا د وزیر په توګه نومولی

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۵

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه رابرټ ایف کینیډي جونیر د متحده ایالاتو د راتلونکي ادارې د روغتیا او بشري خدماتو د وزیر په توګه نومولی دی.

ټرمپ په یو پیغام کې ویلي: "د خوراکي توکو او د درمل جوړولو شرکتونه چې د عامې روغتیا په اړه درغلۍ کوي او ناسم معلومات خپروي، د اوږدې مودې راهیسې د امریکا په خلکو ظلم کوي."

کینیډي، د واکسین کولو منتقد دی او هغه د اټیزم لامل ګڼي. هغه د الرجی او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ رییس انتوني فوسي په یو کتاب کې تورن کړی، چې د بیل ګیټس او درمل جوړولو شرکتونو په همکارۍ یې د کورونا واکسین پلورلی دی.

رابرټ ایف کینیډي جونیر ژمنه کړې چې د "امریکا به بیا روغه کړو" په نوم به یو حرکت رامینځته کړي، ترڅو د روغتیایی ادارو چارواکي چې هغه یې "د درمل جوړولو شرکتونو اجنټان" بولي، له دند لرې کړي او پر ځای یې نور کسان پر دندو وګماري. هغه ویلي، چې په خوراکي توکې که به د زیان رسوونکو موادو د اضافه کولو مخه ونیسي او په څښاک اوبو کې به د فلورایډ اضافه کول بند کړي او دا چې د خلکو د درملنې لپاره به نوې لارې چارې پیدا کړي.

نور خبرونه

رادیو