ټرمپ، جمهوري غوښتونکې قانون جوړونکې لوري چاوز درمر د امریکا د کار د وزېرې په توګه ونوموله

۴ ساعتونه مخکې

ډونالد ټرمپ ویلي، چې د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکې غړې لوري چاوز درمر یې د امریکا د کار د وزېرې په توګه نومولې ده.

ښاغلي ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې د نوموړې ټاکنه به په امریکا کې د کاري فرصتونو په پیدا کولو کې ګټوره تمامه شي.
د مسلکي زده‌کړو لپاره د فرصتونو برابرول، د ورځینیو عایداتو ډېرېدل، په کاري شرایطو کې د اسانتیاو رامنځته کول او امریکا ته د کاري فرصتونو بیا ستنول هغه څه دي چې ښاغلی ټرمپ یې د لوري چاوز درمر څخه تمه کوي.

نور خبرونه

رادیو