د امریکا ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ټرمپ هر کلی وکړ، ترڅو د واک د سولییز لېږد په اړه ډاډ ورکړي.
د برحاله ولسمشر او د هغه د ځایناستي ترمنځ کتنه د امریکا په ډېموکراسي کې پخوانی دود دی، خو ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې دغه کار و نه کړ.
ډنالډ ټرمپ چې په ۲۰۲۰ کال کې د جو بایډن پروړاندې ماتې وخوړه، دا پخوانی دود یې پر ځای نه کړ.
دا له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته لومړی ځل دی، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ورځي.
بایډن له ټرمپ سره د ستړي مه شي پر مهال وویل: «ډونالډ، مبارک دې وي.»
ټرمپ د بایډن له بلنې او د واک د سولییز لېږد له ډاډ ورکولو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د واک لېږد به په ارامه توګه وشي.
ټرمپ وویل: «سیاست سخت دی او په ډېریو مواردو کې د سیاست نړۍ ښه نړۍ نه ده، خو نن ښه نړۍ ده او زه یې درناوی کوم.»
ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې کمالا هرېس ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې، چې ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکا د نوي ولسمشر په توګه رسما خپل کارونه پیل کړي.