د سایټ استخباراتو ډلې د جمعې په ورځ وویل، چې د روسیې د واګنر شخصي پوځي قراردادي کمپنۍ لږترلږه اوه جنګیالي په مرکزي مالي کې په یو برید کې وژل شوي دي.
د دغه برید مسوولیت په شمالي افریقا کې د القاعدې سره د یوې تړلې ډلې له خوا پر غاړه اخیستل شوی دی.
له دې مخکې، واګنر د جولای په میاشت کې د الجزایر سره د مالي پولې ته نږدې د تواریګ وسله والو او اسلامپالو سره په جګړه کې درانه زیانونه لیدلي وو.
مالي او د هغې ګاونډیان بورکینا فاسو او نایجر د بېلتون غوښتونکو او د اسلامي دولت او القاعدې ځواکمنې څانګې د کنټرول د مخنیوي لپاره مبارزه کوي، کوم چې په تېرو ۱۲ کلونو کې یې په دغه منطقه کې پراخې سیمې نیولي دي.
سایټ استخباراتي ډله، چې په سیمه کې د افراطي فعالیتونو څارنه کوي، په یوه اعلامیه کې وایی، چې د القاعدې سره تړلې JNIM ډلې د هغه برید مسولیت په غاړه اخیستی چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شو.
د مالیې د پوځ ویاند د رویټرز سره خبرو ته نه دی حاضر شوی.
د مالي د پوځ یوې سرچینې ویلي، چې هغه د روسي جنګیالیو په ګډون اوه مړي لیدلي، په داسې حال کې چې دوو سیمه ییزو مدیرانو برید تایید کړی. یوه یې وویل، چې پنځه د واګنر جنګیالي وژل شوي.
په سیمه یو امنیتي سلاکار وویل، چې برید د کاتیبا ماکینا په نوم د JNIM یوې څانګې له خوا ترسره شوی او لږترلږه شپږ روسان پکې وژل شوي دي.