ملګري ملتونه وایي، ۲۰۲۴ زېږدېز کال د مرستندویانو لپاره مرګونی ګال و چې په دغه کال کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ۲۸۱ مرستندویان وژل شوي دي.
دغه سازمان د مرستندویانو پر خوندیتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغه وژنې په افغانستان، غزه، اوکراین او یمن کې رپوټ شوې دي.
د بشري چارو او بېړنیو مرستو د همغږۍ په برخو کې د دغه سازمان نوي مرستیال ټام فلچر، ویلي:« مرستندویه کارکوونکي په بې مخینې توګه او په ډېرې چټکتیا سره وژل کېږي. د هغوی زړورتیا او انسانیت د مرمیو او بمونو قرباني کېږي.»
نوموړی په ټینګار سره له دولتونو او په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي، چې د مرستندویانو په خوندیتوب کې دې نړۍوال قوانین په پام کې ونیسي او د مرستندویانو قاتلین دې عدالت ته راکاږي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د وژل شویو مرستندویانو شمېر په څه د پاسه شلو هېوادونو کې ۲۸۰ کسو ته رسېدلی و.
په غزه کې روانه جګړه چې تېرکال د اکټوبر په اوومه نېټه ونښته د مرستندویانو د وژل کېدو د ډېرېدو اصلي لامل بلل کېږي.
د دغو شمېرو له مخې، په غزه کې د حماس او اسراییل د جګړو له پیل راهیسې تر دې دمه ۳۳۳ مرستندویان وژل شوي دي.
راپورونه ښيي، چې یوازې په روانه میاشت کې ۱۰ تنه ملي کارکوونکي په غزه کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د برخې ویاند ینس لارکه وویل: «دغه شمېرې به له شک پرته د بشري ټولنې په تېره بیا پر هغو کسانو چې د جګړې په لومړۍ کرښو کې کار کوي ناوړه اغېز وکړي او هغوی به اندېښمن کړي.»
هغه زیاته کړه: «د مرستندویانو لپاره ګواښونه یوازې په غزه کې نه؛ بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو لکه افغانستان، د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت، سویلي سوډان، اوکراین او یمن کې هم د تاوتریخوالي له امله انسان تښتونې، ځورونې او خپلسري نېونې هغه څه دي، چې د مرستندویانو په چارو کې یې خنډونه جوړ کړي دي.»
د دغو ننګونو تر څنګ، مرستندویه سازمانونه لا هم د بشري مرستو په رسولو کې خپلو چارو ته دوام ورکوي او تېر کال یې د ۱۴۴ مېلیونو هغو خلکو لاسنیوی کړی، چې بشري مرستو ته اړمن وو.