د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې په خپله وینا کې، ډونالډ ټرمپ او د جمهوري غوښتونکي ګوند ته د دغه هېواد په وروستیو ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه. بایډن همداراز د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه د واک پر سوله ییز لیږد ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه: "پرون مې له منتخب ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې، چې هغه ته د بریا مبارکي ووایم. ما هغه ته ډاډ ورکړ چې زه به د خپل حکومت ټول غړي مکلف کړم چې د هغه له ټیم سره کار وکړي ترڅو سوله ییز او منظم لیږد په ډاډمنه توګه ترسره شي."
بایډن ټینګار وکړ: "دا هغه څه دي چې د امریکا د خلکو حق دی."
بایډن دغه راز په امریکا کې له ټاکنو وروسته فضا کې د کړکیچ د کمولو غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دغه هیواد د ټاکنیز نظام د اعتبار په اړه شکونه ختم شي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: “موږ هغه ټاکنه منو چې هېوادوالو کړې ده. ما څو ځله ویلي دي، چې تاسو یوازې هغه وخت له خپل هیواد سره مینه نه شئ لری چې ګټونکي اوسی. تاسو یوازې په هغه صورت کې د خپل ګاونډي سره مینه نشئ لرلی چې هغه سره موافق اوسی.”
بایډن په خپله وینا کې په سپینه ماڼۍ کې د خپلو څلورو کلونو لاسته راوړنو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د هغه اداره به "په نړۍ کې ترټولو پیاوړی اقتصاد" د خپل میراث په توګه پریږدي.
هغه زیاته کړه: "زه پوهیږم چې خلک لاهم رنج وړي، مګر وضعیت په چټکۍ سره بدلیږي. په ګډه، موږ په امریکا کې مثبت بدلون راوستی دی."
بایډن د هغه ولسمشرۍ تر پای ته رسیدو پاتې ۷۴ورځو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې دا هغه مسوولیت دی چې د امریکا خلکو هغه او د هغه ټیم ته سپارلی و او په دې موده کې به د اوسني حکومت هڅې دوام ولري.
بایډن د خپلې ادارې له غړو څخه هم مننه وکړه "د هر هغه څه له امله چې موږ سره یې ترسره کړي دي."
هغه د خپل حکومت غړو ته په خطاب کې وویل: “دا یو تاریخي د ولسمشرۍ دوره ده. د دې لپاره نه چې زه ولسمشر یم، بلکې د هغه څه له امله چې موږ ترسره کړي دي. د ټولو امریکایانو لپاره دا یوه تاريځي د ولسمشرۍ دوره ده."
بایډن زیاته کړه، چې ډیر وخت ته اړتیا ده چې د امریکا خلک د اوسنۍ ادارې لاسته راوړنې "احساس" کړي.