طالبانو د م.م هغه راپور رد کړ، چې وایي په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۷

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې و د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د کورنيو چارو وزارت په دې اړه د ملګرو ملتونو سروې او ادعا په کلکه ردوي او له حقيقته يې لرې ګڼي.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي:« ښايي چې دغه سروې د نشه‌يي توکو پر وړاندې له مبارزې مخکې د کال په لومړيو کې شوې وي؛ خو له هغه وروسته د پوليسو له‌خوا د کوکنارو د کښت ټول فصلونه له منځه وړل شوي، له همدې امله د ملګرو ملتونه سروې يوه بې ځايه او بې بنسټه ادعا ده.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو د مبارزې د سروې برخه د ملګرو ملتونو له سروې سره په ټکر کې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ارزونو له مخې، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د مخدره توکو او په ځانګړې توګه د کوکنارو کښت او تولید د تېرو کلونو پرتله د پام وړ کم شوی دی.
تر دې وړاندې تېره ورځ د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د يوې سروې له مخې په خپل تازه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ سلنه زیات شوی دی.
د دغې سروې له مخې، طالبان په روان کال کې د نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې ناکام شوي دي.
د دې تر څنګ د افغانستان نږدې ګاونډي هېوادونه هم ادعا کوي، چې لا هم له دغه هېواده نشه‌یي توکي قاچاقېږي او په دغه هېواد کې صنعتي شوي نشه‌یي توکي په پراخه کچه تولیدېږي.

نور خبرونه

رادیو