هغه دوستان، چې د کابل په خیرخانه مېنه کې، زموږ د ارواښاد استاد اکاډمېسین پوهاند رشاد کور ته تللي وي.

نو له دغه لوی عالم سره د ناستې په خونه کې به یې خامخا د کتابونو د مخامخ المارۍ پر یوه څنډه، د استاد په ښکلي مشقي خط لیکل شوې د هیندوستان میشتي افغان ټولواک شېرشاه سوري دا جمله لیدلې وي: « پښتنو! قبیلویت پرېږدئ، قومیت جوړ کړئ!»

د استاد له قوله او د تاریخي سرچینو له روایته، سوري شېرشاه دا وینا خپل دربار ته د هغو ورتلونکیو پښتنو مشرانو لپاره کړې وه، چې هڅه یې کوله پښتانه په کوشنیو کوشنیو خېلونو او ټبرونو، سیمو او جغرافیو سره وویشي او بیا دوی له دغه ویش څخه په ګټنه ځانونه پاچا ته ورنږدې کړي. مدبر شېرشاه، چې په هیندوستان کې د واک پر دریځ ښه پوهېده، له ورایه یې د پښتنو مشرانو د دې تربورګلوۍ زیانونه پېژندل او د هماغه تاریخي موقعیت (ځانګړي زمان و مکان په قید) کې یې دوی ته داسې حکم کاوه، چې ټول ځانونه په یوه لوی واحد قوم پورې وتړي او یو پیاوړی قومیت جوړ کړي.

یوه ورځ مې خدایزده د څه ډول یوه بحث په پایله کې استاد ته وویل: که سوري شېرشاه اوس ژوندی وای او د افغانستان په نننۍ جغرافیا یې واک لرلای، نو خامخا به یې دا جمله داسې ویله: « افغانانو! قومیت پرېږدئ! ملت جوړ کړئ!» استاد په خپلې ځانګړې خوږې خندا زما دغه خبره تأیید کړه او ویې فرمایل: « د شېرشاه دا خبره د همدې فکر بنیاد دی.»

له سوري شېرشاه تر نن پورې دا پینځه پېړۍ د افغانانو ټولو مشرانو د ځینو ځانخوښیو له همدې ناولي عادت څخه سر ټکولی، له روښان بایزیده رانیولې، تر خوشال خټک ،باچا خان او نورو پورې یې د زړه وینې ورته خوړلي، چې په کور کې کورکي مه جوړوئ او په خېل وخېلخانو مه سره ویشل کیږئ، چې دوښمن به مو له دې ویش څخه ګټه واخلي او له زمکې به مو ورک کړي، خو هی ارمان چې خلک یې دا خبرې نه اوري.

ملتونه په لویو لیدلوریو جوړیږي:

څو دې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه

په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه

زموږ مشرانو موږ ته د ملت ( د لوی لرلید په مرسته د یوه لوی ملت) بنسټونه په میراث راپریښي دي، خو هغه لړزانده دیوالونه چې پر دغو پخو بنسټونو درول شوي، موږ را روسته نسلونو ترې یوه یوه خښته ایستلې او د ملت ژوبل جسم مو لا پسې زخمي کړی دی. ځکه خو هرکله چې ځينې پردیپال وايي: « موږ ملت نه یو!» زما استدلال یې په وړاندې دا دی، چې نه! موږ ملت یو او د یوه پياوړي ملت پر بنسټونو ولاړ هم یوو، هغه څه چې ستونزه ده، زموږ د راروسته نسلونو او نخبه‌ګانو نیمګړتیاوې دي، چې پردغو بنسټونو مو د یووالي ماڼۍ درولې نه ده.

دا دی، په داسې زمانه کې چې موږ د « ملت یو! » او « باید یو لوی ملت ودان کړو!» بحثونه کوو، څه احساساتي او ځانخوښي یا له ناخبرۍ او یا هم ښايی د څه مرموزو لمسوونو په پایله کې هڅه کوي وروڼه سره تربرونه کړي او تربرونه په دوښمنو واړوي. که څه هم باور لرم، چې د افغانستان ټولنیز بافت او د خلکو ګډ ملي شعور به دغسې زهرجنې احساساتي ناندرۍ په باد یوسي، خو زخمځای به یې خامخا د ملت ژوبل ژوبل وجود نور هم وخوږوي.

موږ د «ملت» د ودانولو لپاره څلورګډ داسې بنسټونه لرو، چې ښايي ډېر مصنوعي او د ښکېلاک له ګېډې رازېږېدلي هېوادونه یې ونه لري، ځکه خو یې لاتراوسه خپل تیت پرک ولسونه په یوه پیاوړي ملت بدل کړي نه دي.

زموږ دا څلور بنسټونه دا دي:

  • ګډ فرهنګي هویت
  • ګډ جغرافیايي هویت
  • ګډ عقیدوي هویت
  • د اوږدې مخینې لرونکی ټولنیز بافت

۱ـ افغانستان د ګڼو فرهنګي ارزښتونو، ژبو او دود دستورونو د رنګارنګو ګلونو داسې یو فرهنګي باغ خاوند هېواد دی، چې ټول یې د ګډ مالکیت حس لري، جزیات به یې بل وخت په یوه بېله لیکنه کې څرګند شي.

۲ـ موږ ته زموږ لویو ټولواکمنو یوه لویه جغرافیا په میراث پريښې او په دې جغرافیا کې مو ګډ برخلیک لرلای دی. په ۷۲۱ قمري/ ۱۳۲۱میلادي کې سیف بن محمد بن یعقوب هروی (سیفي هروي) په خپل «تاریخنامۀ» هرات کتاب۶۲۶ مخ کې د افغانستان حدود داسې تعریف کړي دي:

" له هرات څخه بیا د ټول افغانستان تر بریدونو او د آمو تر حد پورې ..."

د اوولسمې پېړۍ په پای کې میرویس خان نیکه او ځایناستو یې له اغیارو څخه د دغې ملي جغرافیې د سپېڅلي وجود پاکول راپیل کړل، تر دې چې د اتلسمې پېړۍ په پیل کې سترټولواک احمدشاه بابا د دغې جغرافیې پر زړو هډونو د نوي افغانستان داسې واکمني جوړه کړه، چې دا دی تر نن پورې د اسیا په وجود کې د خوځند زړه حیثیت لري.

۳ـ د افغانستان خلک بشپړ اکثریت معتدل مسلمانان دي او زموږ د ملت اعتقادي بنسټ یې پیاوړی په میراث راپریښی دی. د افغانستان د حکومتونو عرفی جوړښت تل له دغه ګروهیز یووالي د ملي پیوستون لپاره ګټه پورته کړې ده، که څه هم انګریزي ښکېلاک تر نن پورې د نویو افراطي ډلو ټپلو، د مذهب ترنامه لاندې ښکېلاکي ویشونو، شخړو او فرقه‌يي ویشونو ته لاس واچاوه، په شدت سیاسي شوي، بلکې استخباراتي شوي زهر یې د مذهب و دین په نامه راوشیندل او له خپلو سیمه‌ییزو سیالانو سره یې د افغانانو د جنګولو لپاره د دوی سپېڅلې عقیده د ویشلو او تقابل د میتود پربنسټ کارول وغوښتل، خو ملت خپله اعتدالي، معقوله اسلامي ګروهه وساتله او سیاست یې خپل عرف ته پرېښود. ولس تل هڅه کوله چې سپېڅلې عقیده د سیاستلوبو له ککړتیا څخه بېله او لرې وساتي.

۴ـ او بالاخره د ملت ودانولو څلورم بنسټ چې ښايي په نړۍ کې د لږو نېکمرغه ملتونو په برخه وي، هغه ټولنیز بافت دی. د افغانستان په جغرافیا کې له ډيرو لرې پرتو او په غرونو کې راګیرو سیمو پرته نور افغانانو دومره خېښۍ و خپلوۍ سره کړي دي، چې اوس په هره کورنۍ کې د افغانستان بېلابېل توکمیز عناصر موندلای شئ. له مزار و بدخشان را نیولې تر پکتیا وکندهاره او له هراترانیولې بیا ترننګرهار و لغمان پورې ګڼې کورنۍ سره ګډې شوې دي. لوی ښارونه او بیا ورڅېرمه سیمې د دغه ګډون او مزج لوښي دي او افغانستان یې سره داسې ګنډلی چې نه په کې خالصه کندهارۍ کورنۍ پاتې ده و نه هم خالصه بدخشۍ یا هراتۍ و کونړۍ. موږ ټول په حقیقت کې د یوې لویې (افغانې) کورنۍ غړي یو. دا هرڅه شعارونه او د ملي یووالي لپاره خوشبینانه خیالات نه دي، د دې ټولنې واقعیتونه دي، که نه وي هریو دې خپله کورنۍ و خېلخانه وګوري، چې څومره ملي ګډون په کې دی.

دې څلورو بنسټونو ته په کتلو موږ بیخي زیات امکانات لرو، چې یو لوی او پیاوړی ملت ودان کړو.

زه نه‌غواړم هغو سادګانو ته د نصیحت په ژبه څه ووایم، چې دا ورځې یې د افغانانو اذهان او افکار د سیمې، ولایت، ژبې، لهجې، لیکدود، ملي شخصیتونو، ملي نښو، د تاریخي پېښو په سر د شخړو او نورو بېځایه ناندریو په وسیله نارامه کړي دي. بلکې هغوی ته د زړه‌سوي په لحن وایم، چې دا خوارۍ مو د ګونګټې ده او بېځایه مو ځانونه ستړي کړي دي. دا لوڅې پوڅې مو هېڅ ځای نه‌نیسې. هسې په لوی ملت کې ځانونه مه تجریدوئ. تاریخي پېښې و تاریخي څېرې ان تاریخي ویاړونه تاریخ ته پرېږدئ. له تاریخ څخه یوازې هویتي و تجربي تومنه اخیستلای شو، نور نو د نن و سبا د جوړولو زمانه ده. له لوی او بیخي لوی تاریخي افغانستان څخه مو مټې راتاو کړئ! د یادو څلورو پیاوړو بنسټونو پرسر د یوه پیاوړي او سره متحد افغان ملت ښکلې ودانۍ رالوړه کړئ. د ودان ملت له دیوالونو خښتې مه‌باسئ، بلکې د ستر سوري شېرشاه ارمان را معاصر کړئ او داسې یې یو بل ته ووايئ، چې:

« افغانانو! قومیت پرېږدئ! ملت جوړ کړئ!»

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو