‏د ازادۍ جبهه: په لغمان کې مو د طالبانو سره په نښته کې یو طالب وژلی او دوه نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۷

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې په لغمان کې یې له طالبانو سره نښتنه شوې او په دغې نښته کې یې یو طالب وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه ډله وایي، چې نښته (د لړم په ۱۵مه) ماښام مهال شوې ده.
د ازادۍ جبهې په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه نښته د فرجعان ولسوالۍ په منګل دره کې شوې ده.
‏دغې جبهې زیاته کړې، چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړې شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ او په پایله کې یې درېیو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د ازادۍ جبهې وړاندې ویلي، چې طالبان په دغې سیمه کې په بېلابېلو پلمو له خلکو باج اخلي او خلک یې له ظلم څخه تر پوزې رسېدلي دي.
خو طالبانو بیا د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې خپلواکې سرچېنې د دغې ادعا پخلی کړی.

نور خبرونه

رادیو