د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغې ډلې د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د چارواکو په حواله ویلي، چې قطر په افغانستان کې له یتیمانو، کونډو او معلولانو سره مرستې کوي.
خو قطر په رسمي ډول دا خبر نه دی تایید کړی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس نن پنجشنبه د (لړم ۱۷مه) په ایکس پاڼه د دغې ډلې د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ملا عبدالرزاق له قوله ویلي، چې دغه طالب چارواکي په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار مردیف القشوطي سره وکتل او یتیمانو، کونډو او معلولانو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې ورته په ګوته کړ.
طالب چارواکي قطري استازي ته ویلي، چې افغانستان د تېرو جګړو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوى او اړتيا ده، چې په دې برخه کې د ټولنې هر اړخيز ملاتړ وشي.
باختر اژانس په کابل کې د قطر سفارت سلاکار له قوله لیکلي، نوموړي ژمنه وکړه، چې د یتیمانو، کونډو او معلولانو د ملاتړ په موخه به د دغو کسانو ثبت شوي معلومات او شمېرې د خپل هېواد له سرې میاشتې ادارې سره شریکې کړي، چې له دوی سره لازمې مرستې وشي.
قطر په سیاسي او اقتصادي برخو کې د طالبانو نږدې ملګری پاتې شوی، په دوحه کې له نړۍوالو سره د دغې ډلې د لېدنو د کوربه توب تر څنګ وخت ناوخت له دوی سره بشري مرستې هم کوي.
د روان کال د تلې په میاشت کې د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې ژمنه وکړه، چې له افغان مېرمنو سره به د پوهنې او روغتیا په برخه کې ۷۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په خپله وینا کې د افغان ښځو د اساسي حقونو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی و.