د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له این بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د ناقانونه کډوالو ډله ییز ویستل د ده د ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار وار د ناقانونه کډوالو پر ویستلو ټینګار کړی و.
د امريکا منتخب ولسمشر په دې مرکه کې وويل: "دا واضح ده چې موږ بايد خپلې پولې ټينګې کړو او په ورته وخت کې غواړو چې خلک زموږ هېواد ته راشي."
ټرمپ ټینګار کړی، چې امریکا ته د کډوالو د قانوني راتګ په اړه کومه ستونزه نه لري.
ځینې کتونکي په دې باور دي چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پلان د پلي کولو لګښت به د امریکا د فدرالي حکومت له توان څخه لوړ وي.
ټرمپ دې اندېښنې ته په اشارې سره وویل: «دا د لګښت او قیمت خبره نه ده. موږ واقعیا هیڅ انتخاب نه لرو. کله چې خلکو قتلونه او جنایتونه وکړل، کله چې د نشه یي توکو قاچاق وړونکو هیوادونه تباه کړل، اوس باید بیرته هماغه هیوادونو ته لاړ شي، ځکه چې دوی دلته پاتې کیدای نشي. دا مسله د منلو وړ نه ده."