د حال وش د معلوماتو له مخې تېره ورځ سې شنبه د (لړم ۱۵مه) د ایران په مشهد زندان کې د یوه افغان په ګډون شپږ تنه په دار ځړول شوي دي.
ویل کیږي، په دغو کسانو کې د سیستان او بلوچستان دوه بندیان هم اعدام شوي.
د حال وش ویبپاڼې د معلوماتو له مخې تېره ورځ سې شنبه د (لړم ۱۵مه) د ایران په مشهد زندان کې د یوه افغان په ګډون د سیستان او بلوچستان ولایت دوه زندانیان او درې تنه نور بندیان د نشهيي توکو او نورو تورونو له امله په دار ځړول شوي دي.
د حال وش په وینا، په اعدام شویو کسانو کې ظاهر صفري د افغانستان، محمود شهرکي او رضا دارو د سیستان او بلوچستان د زابل اوسیدونکي، مجید قادري د ایران د مشهد اوسیدونکي ښودل شوي دي.
تر اوسه پورې د دوو نورو اعدام شویو کسانو د هويت په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
روانه اونۍ د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي و، چې د ایران حکومت پنځه زندانیان اعدام کړي، چې یو په کې افغان او نوم یې عبدالله تاجک ښودل شوی و.
د ایران د بشری حقوقو سازمان د لړم ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بندیان د ایران د قضايیه قوې له خوا په اعدام محکوم شوي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان زياته کړې، چې په تیرو څلورو کلونو کې په ایران کې د «نشهيي توکو» په تور په اعدام محکوم شوي بندیان هر کال په پرله پسې ډول زیات شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۲ کال پرتله په ۲۰۲۳ کال کې اعدامونه لږ تر لږه ۸۴ سلنه زیات شوي دي.
سازمان ویلي، چې تېر کال ۲۵۶ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي، چې سږ کال دغه شمېر ۴۷۱ کسانو ته لوړ شوی.