نن د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ لوبډلو تر منځ د پنځوس اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه پیلېږي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۶

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د درېیو نړۍوالو پنځوس اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن چهار شنبه د متحده عربي اماراتو په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغان کرېکټ بورډ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې نن له غرمې وروسته دوه نیمې بجې افغانستان د بنګله دېش په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د دواړو هېوادونو لوبډلې متحده عربي اماراتو ته رسېدلې او د پنځوس اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لپاره یې په شارجه کې تمرینونه هم پیل کړي دي.
د افغانستان د پنځوس اوریزې ملي لوبډلې لوبډلمشر تېره ورځ ناوخته رسنیو ته وویل، چې د تېرو لسو ورځو راهیسې لوبډله په شارجه کې ده او د دغه لوبلړۍ لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.
د نوموړي په خبره چې له یادې لوبلړۍ څخه به ښه نتیجه تر لاسه کړي.
همدارنګه ښاغلی شاهدي وايي، په لوبډله کې د مجیب الرحمن او ابراهیم ځدراڼ سخته اړتیا لیدل کېږي او له هېواده په بهر کې د دواړو درملنه دوام لري.
ښاغلی شاهدي وايي، په لومړي ځل به افغانستان په چامپینز ټرافۍ کې لوبېږي او دا د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
نوموړی وايي، سر له اوسه یې د یوې ښې لوبډلې د انتخاب لپاره خپلې هڅې پیل کړې دي.

نور خبرونه

رادیو