هرېس او ټرمپ د امریکا د تاریخي ټاکنو په درشل کې د رایو د ترلاسه کولو لپاره وروستۍ هڅې کوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۴

ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېږي او سپینې ماڼۍ ته د لار موندلو په موخه دوه مخکښ نوماندان کمالا هرېس او ډونالډ ټرمپ د رایو د ترلاسه کولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي.
دغه نوماندان دا ټاکنې د امريکا لپاره د ژوند او مرګ يوه لحظه بولي.

د رویټرز د راپور له مخې، که څه هم د امریکا په اوو کلیدي ایالتونو اریزونا، جورجیا، میشیګان، پنسلوانیا، ویسکانسین، شمالي کارولینا او نوادا کې د هرېس او ټرمپ د رایو اختلاف ډېر کم دی، خو د همدې ایالتونو په رایو سره به د ټاکنو پایلې روښانه شي.
د یوې سروې موندنې ښيي، چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوو مهمو نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس ترمنځ سیالي لا هم په یادو ایالتونو کې ډېره نږدې او سخته ده.
سره له دې چې د دې ټاکنو پایلې باید د سې شنبه په پای کې روښانه شي، خو د پوهانو په باور چې ښایي د دغو ټاکنو پایلې څو ورځې ان اونۍ وخت ونیسي.
هرېس او ټرمپ په داسې حال کې د امریکا ولسمشرۍ ته نږدې شوي دي، چې ۸۱ کلن جو بایډن د خپل ګوند له خوا د فشار له امله د بیا ټاکل کېدو مبارزه پرېښوده.
امریکا چې اوسمهال د اوکراین او اسراییل په ملاتړ له ځینو هېوادونو سره ښکېلتیاوې هم لري، خو له ټولو دغو ګډوډیو سره - سره د سیالۍ بڼه ډېره نه ده بدله شوې او سروې ګانې ښيي، چې هرېس او ټرمپ له اوړي راهيسې په نږدې سيالۍ کې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې تر اوسه څه باندې ۷۸ ميليونو خلکو په مخکې له مخکې رایو کې ګډون کړی او تمه ده چې سبا ته د دواړو نوماندانو پلویان د رایو مرکزونو ته ولاړ شي.
رویټرز تر دې وړاندې لیکلي و، چې د وروستیو نظرپوښتنو له مخې هرېس له خپل جمهوري غوښتونکي سیال څخه یو څه مخکې ده، خو دا د نوموړې لپاره د بریالیتوب معنا نه لري.

نور خبرونه

رادیو