طالبانو د هرات په جبریل کې دوه نفوذي شیعه دیني عالمان نیولي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۴

د هرات سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په جبریل ښارګوټي کې دوه نفوذي شیعه دیني عالمان نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، محمد اکبري او حسين عظيمي تر دې مخکې د عاشورا پر مراسمو د طالبانو د بنديزونو په اړه اعتراض کړى و.

سرچینې ویلي، طالبانو د مهدي جبریل ښارګوټي د علماوو د شورا پخوانی رییس او د ال یاسین مدرسې مسوول محمد اکبري او د یادې شورا د اړیکو پخوانی رییس او د سید ملا امام جومات امام حسین عظیمي نیولي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲ مه) طالبانو دغه دوه شيعه ديني عالمان د هرات امنيه قوماندانۍ ته غوښتي وو خو په نيمه لاره کې یې اکبري او عظيمي له موټر څخه ښکته کړي او طالبانو نيولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا نه ده څرګنده، چې طالبانو دغه دوه ملايان چېرته لېږدولي او د هغوى د برخليک په اړه هم معلومات نشته.
سرچينه وایي، د يکشنبې په ورځ يو شمېر ديني عالمان د طالبانو د والي دفتر ته ورغلي وو څو د همدې دوو ديني عالمانو د خلاصون غوښتنه وکړي.
د طالبانو والي يې په ځواب کې ويلي، چې امربالمعروف ادارې د محمد اکبري او حسين عظمي پر ضد د دې ادراې له امر څخه د سر غړونې شکایت کړی .
د سرچینو په وینا، دیني عالمان په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ته هم ورغلي خو هلته طالب چارواکو ویلي، چې دوی د دغو دوو دیني عالمانو پر ضد شکایت نه دی کړی.
سرچينې زياته کړې، دا نه ده څرګنده چې محمد اکبري او حسين عظيمي دا مهال د طالبانو د کومې ادارې په توقيف کې دي.
په هرات کې ځینو سرچینو ویلي، چې دغه دوه ملایان د هرات بانفوذه څېرې دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، سږ کال اکبري او عظیمي په یوه «جدي او پرېکنده» دریځ سره د طالبانو د امربالمعروف له ریاست څخه وغوښتل، چې په هرات کې د عاشورا د ترسره کیدو مخه ونه نیسي.
د روان کال د چنګاښ په میاشت کې طالبانو د عاشورا د نمانځلو په ترڅ کې د افغانستان په مختلفو ښارونو، په ځانګړې توګه هرات کې د خلکو د ماتم غونډې بندې کړې.
د عاشورا د نمانځلو پر سر د اختلافاتو په ترڅ کې یو شیعه ځوان په جبریل ښارګوټي کې د طالبانو له خوا ووژل شول او څو تنه نور ونیول شول.
په ورته وخت کې په هرات کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یو شمېر شیعه عالمانو په هرات کې د طالبانو له والي نور محمد اسلام جار سره کتلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دیني عالمانو خپلې «ننګونې او ستونزې» د طالبانو له والي سره شریکې کړې.
زموږ سرچينې وایي، د دې غونډې یوه مهمه موضوع د طالبانو له بند څخه د محمد اکبري او حسین عظیمي د ازادولو هڅې وې.

نور خبرونه

رادیو