ایراني چارواکی وايي، چې «ناقانونه» افغانانو ته باید اوبه او برېښنا ورنه کړل شي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۳

د تهران د پولیسو یوه مشر ویلي، چې پر ایران د لګول شویو بندیزونو له مخې «ناقانونه» افغانانو ته باید د میټرو، ښاري بس، روغتون، ښوونځي، اوبو او بریښنا په څېر اسانتیاوې ورنه کړل شي.

علي قاسم پور وايي: «موږ باید دغه امتیازات «ناقانونه» افغانانو ته ورنه کړو.»

د تهران د پولیسو یوه مشر د دغه هېواد ایسنا خبري اژانس ته ویلي دي چې: «ناقانونه افغانان د یوه ایراني په څير د ښاري ټولو خدمتونو لکه میټرو او بس، روغتون، ښوونځي، اوبه، بریښنا او داسې نور کاروي، چې په بېلابېلو مرکزونو کې د ګڼې ګوڼې او د خلګو ته د خدمتونو د کموالي لامل کیږي.»

نوموړي زیاته کړه: «د هغو بندیزونو په پام کې نیولو سره چې زموږ هیواد یې لري او هغه اقتصادي ستونزې چې موږ ورسره مخ یو، دا سرچینې باید خلکو ته په واک کې ورنه کول شي او موږ باید دا امتیازات ناقانونه کډوالو ته ورنه کړو.»

علي قاسم پور ټینګار کړی؛ هغه افغانان چې په «ناقانونه» توګه ایران ته راغلي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د هغه په ​​وينا، د تهران پوليس دا مهال د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانان په راټولو او اړوندو مرکزونو ته په سپارلو بوخت دي، چې افغانستان ته واستول شي.

نوموړي له ایرانیانو څخه غوښتنه کړې، چې له پولیسو سره د افغانانو د اوسېدو د ځایونو په اړه د معلوماتو په شریکولو کې همکاري وکړي.

ایران په رسمي توګه ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو پر ورتګ بندیز لګولی او د راپورونو له مخې ان په دغه هېواد کې د ویزو لرونکي افغانان نیول او شړل کېږي.

د راپورنو له مخې، ایران هره اونۍ نږدې زرګونه کسان نیسي او په جبري توګه یې افغانسان ته استوي.

نور خبرونه

رادیو