له سرپل ولایت څخه یوې ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دې ولایت په مرکز کې د نننۍ چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
د سرچینې په خبره، دا چاودنه نن یکشنبه (د لړم ۱۳مه) د ماسپښین شاوخوا ۱ بجه د سرپل ولایت مرکز ته څېرمه د ګذر شاهان په چوک کې شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې ټپيان د شبرغان ښار مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
یوې ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته همداراز ویلي، چې له چاودنې وروسته طالبانو د سرپل ولايت دوه تنه اوسېدونکي تر هغه وروسته ووهل او ونیول، چې د پېښې له سیمې څخه یې ویډیوګانې اخیستې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته د کندهار ښار په اتمه حوزه کې هم د ماین یوه چاودنه شوې وه.
له کندهار څخه هم یوې سرچینې وویل، چې د پېښې سیمه یې له کور څخه ښکاري، خو د طالبانو له وېرې یې نځور یا ویډيو اخیستی نه شي.
سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د سراسري امنیت خبره کوي، خو په دې وروستیو کې په هېواد کې وسله والې نښتې او چاودنې زیاتې شوې دي.
د ازادۍ او مقاومت جبهو چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې پر جنګیالیو پوځي عملیات پیل کړي دي، وخت نا وخته د طالبانو په امنیتي پوستو او غړو بریدونه کوي.
که څه هم طالبانو هېڅکله د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم په هېواد دننه رسنیو ته د ورته پېښو د پوښښ اجازه ورکوي، خو یادو جبهو تل د اعلامیو په خپرولو سره پر طالب جنګالیو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا کوي، چې د یادې ډلې لسګونو غړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.