یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې تر هغه وروسته د سیمې د خلکو او طالبانو ترمنځ وسله واله نښته شوې، چې خلکو د طالبانو له خوا د کور په کور تالاشۍ پروړاندې اعتراض وکړ.
د سرچینې په خبره، د نښتې پرمهال د سیمې دیرش کسان نیولي دي.
سرچینه وایي، چې د طالبانو او د سیمې د خلکو ترمنځ تر هغه وروسته نښتې پیل شوې، چې د غور د تولک ولسوالۍ د طالبانو یو سیمه ییز قومندان د کورونو د تالاشۍ په موخه د شهرک ولسوالۍ تنګي ازو کلي ته ورغلی و.
سرچینې همداراز افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې لومړی د یاد کلي اوسېدونکو د طالبانو پر تالاشۍ اعتراض وکړ، چې وروسته بیا طالبانو پرې ډزې وکړې.
طالبانو د کابل په هوایي ډګر له توغندیزو بریدونو وروسته یو ځل بیا د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د کور په کور تالاشي پیل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ازادۍ جبهې تېره ورځ پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړې اعلامیه کې ادعا وکړه، چې د دغې جبهې غړو په کابل کې د طالبانو پر هغه موټریز کاروان برید کړی، چې د ملکي خلکو کورونه یې تالاشي کول.
د دوی په خبره، چې په دغه برید کې درې وسله وال وژل شوي او څلور نور یې ټپيان دي.
د یادلو ده، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په ځلونو په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د خلکو کورونه تالاشي کړي دي.
طالب چارواکو ویلي، چې د دغو پلټنو موخه د وسلو راټولول دي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و، چې طالب وسله وال د تالاشۍ پر مهال له خلکو سره ناوړه چلند کوي او خلک وهي او ټکوي.