د افغانستان کرېکټ تر نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسېده

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۲

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې تر نولس کلنو د کم عمره کرېکټ ملي لوبډله تېره شپه ناوخته متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده.

کرېکټ بورډ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله به د عربي اماراتو او پاکستان پر وړاندې درې اړخیزې لوبلړۍ او همدا راز به د اسیا جام لپاره په تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي.
کرېکټ بورډ لا له وړاندې دغو لوبو ته ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان نوولس کلنو لوبغاړو ترمنځ به د سیالیو دغه لوبلړۍ د روانې نومبر میاشتې له ۱۳مې څخه د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې دوام وکړي.
لومړۍ لوبه به د نومبر په ۱۳مه نېټه د پاکستان او متحده عربي امارتو ترمنځ وي.
افغان نوولس کلنه کم عمره ملي لوبډله به له دغو سیالیو وروسته د نوولس کلنو په اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلیږي او د ډسمبر تر اتمې نېټې پورې به دوام لري.

نور خبرونه

رادیو