له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، شمېرې ښيي چې له ۱۳۸۰ لمریز کال څخه تر ۱۴۰۰کاله پورې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان وژل شوي، په سلګونو بندیان شوي، ځورول شوي، ګواښل شوي او یا یې خپلې دندې پرېښې دي.
دغه سازمان دغه څرګندونې د نومبر دویمې د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړۍوالې ورځې په پار خپرې کړې دي.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «سږکال دغه ورځ په داسې حال کې پر افغان خبریالانو راغلې، چې په افغانستان کې د واکمنې ډلې لهخوا پر رسنیو او رسنوالو د سانسور، محدودیتونو، ګواښونه او استبداد اوج ته رسېدلی دی.»
د نومبر دویمه نېټه په نړۍواله کچه هرکال د خبریالانو په وړاندې له جرمونو څخه د معافیت د پای ته رسولو د غوښتنې د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
دغه سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې تر ۱۴۰۰م لمریز کاله واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه پېښې نه دي شمېرل شوې او په کور دننه قوانین، د دفاع ټولنې او ځانګړي سازمانونه هم نهشته، چې د خبریالانو په وړاندې پر دولتي او نادولتي جرایمو څارنه او څېړنه وکړي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي:« افغانستان چې اوسمهال د رسنیو لپاره په تر ټولو ګواښمن هېواد بدل شوی دی، په دغه ورځ یې د رسنیزې ټولنې غږ هم نه اورېدل کېږي.»
دغه سازمان له نړۍ څخه په افغانستان کې دننه د پاتې خبریالانو په وړاندې د جرایمو د معافیت پای ته رسول، په دې اړه په نړۍواله کچه د غږ پورته کول او له تاوتریخوالي او کړکېچ سره د مبارزې او حقغوښتنې پر یوې ګډې، عملي او اغېزناکې تګلارې د کار کولو غوښتنه وکړه.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان په دې برخه کې د خپلو هڅو د دوام ژمنه کړې او ویلي یې دي، هڅه کوي چې وکړای شي پر همدې موضوع د افغان خبریالانو وضعیت ته نړۍوال او د ټولو اړونده بنسټونو جدي پام راواړوي او په دې برخه کې د حق غوښتنې عملي تګلارې او طرحې جوړې کړي.