ډموکراټه کمالا هرېس او جمهوري غوښتونکی ډونلډ ټرمپ یوازې درې ورځي د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو دمخه، د شنبې په ورځ شمالي کارولینا ته ځي ترڅو په ټاکنیزو سیالیو کې د امریکا په سویل ختیځ کې ملاتړ ترلاسه کړي.
دا به په پرله پسې توګه څلورمه ورځ وي، چې د ولسمشر مرستیاله هرېس او پخوانی ولسمشر ټرمپ په ورته ورځ له ورته ایالت څخه لیدنه کوي.
د امریکا د ټاکنو د فتر په وینا، له ۷۰ میلیون څخه زیاتو امریکایانو لا دمخه خپلې رایې کارولي دي.
د شنبې په ورځ په شمالي کارولینا کې له ۳،۸ میلیون څخه ډېرې رایې اچول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه ایالت لویدیځه برخه لا هم د وژونګي توپان له اغیزو څخه د رغیدو په حال کې ده.
هرېس پلان لري چې د راک موسیقۍ ستوري جون بون جووي سره په شارلټ ښار کې راڅرګنده شي. شارلټ د شمالي کارولینا ترټولو لوی ښار دی کوم چې له جورجیا سره شریکه پوله لري. شمالي کرولینا او جورجیا هر یو په الیکټورل کالج کې ۱۶ رایې لري، د امریکا د ولسمشرۍ لپاره یو کاندید د الیکټورل کالج ۲۷۰ رایو ته اړتیا ده.
هرېس مخکې له دې چې شمالي کارولینا ته روانه شي د شنبې په سهار یې ویسکانسن کې وویل: "دا زما پلان او نیت دی چې په امریکایي تولیداتو کې پانګونې ته دوام ورکړم، هغه څه چې د امریکایي کارګرانو له خوا جوړیږي، دا هغه لاره ده چې موږ به په۲۱ پیړې کې له چین څخه سیالي وګټو.»