په غزني کې سیمهییز طالب چارواکي وايي، دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې شوې چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې په غزني ولایت کې د ملي ټلویزون سیمهییزې څانګې راپور ورکړی، چې درې تنه ماشومان د ناور ولسوالۍ د سر اسیا سیمې ته د بوټو راټولولو لپاره تللي وو، چې په یوه ناچاوده مرمۍ د لوبو کولو پرمهال دوه تنه یې وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.
راپور کې راغلي، چې دغه مرمۍ د تېرو جګړو څخه په سیمه کې پاتې وه چې ناببره دغه ماشومان پرې وربرابر شوي وو.
څه موده وړاندې هم د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
که څه هم طالبان وايي، دغه ډول پېښې د پخوانیو ناچاودو مرمیو له امله رامنځته کېږي؛ خو د تېرو شلو کالو پر مهال د طالبانو له لوري هم زرګونه ماینونه په عمومي لارو او سړکونو کې خښ کړل شوي، چې د ډېرو انسانانو او نورو ژویو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.
که څه هم چې لا هم په دغه هېواد کې د ماین پاکولو ګڼې ادارې د سیمې په پاکولو بوختې دي؛ خو د خلکو په وینا د دغو ناچاوده توکو د ګواښونو په اړه خلکو ته لازم پوهاوی نه دی ورکړل شوی.