استانبول کې د بندو دروازو ترشا د افغان سیاسي فعالانو غونډه پیل شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۰

له ترکیې نه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پنجشنبې پر ورځ په استانبول کې د بندو دروازو تر شا د سیاسي فعالانو او د پخواني افغان حکومت چارواکو یوه غونډه جوړه شوه.

د رپوټ له مخې، د دې غونډې کوربه حکمت خلیل کرزی او ادریس زمان دي.

د غونډې اجنډا چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ده، ښیي چې په استانبول کې د تړلو دروازو تر شا د «ملي خبرو اترو بهیر لومړۍ ناسته» کې ګډونوال د افغانستان پر اوسني وضعیت او «سیاسي ټیکاو ته د رسېدو پر وړاندې له پرتو ننګونو د تېریدو مسیر» په ته تړاو بحث کوي.
په دې غونډه کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو شکریه بارکزۍ، فوزیه کوفي او شاه ګل رضايي هم ګډون کړی.
پر دې سربېره، په غونډه کې د افغان حکومت یو شمېر پخواني چارواکي لکه د اقتصاد پخوانی وزیر مصطفی مستور او د انرژۍ او اوبو پخوانی وزیر علي احمد عثماني هم ګډون لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې له کابل څخه د جعفر مهدوي او عبدالقيوم سجادي په ګډون یو شمېر سیاسي فعالانو هم برخه اخستې ده.

د ځینو دیني عالمانو لکه عبدالسلام عابد نومونه هم د میلمنو په نوملړ کې دي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه غونډه د پنجشنبې پر ورځ د اکټوبر پر ۳۱ د ترکیې په استانبول کې پیل شوې او ټاکل شوې د جمعې تر ورځې دوام وکړي.
تر اوسه د غونډې هیڅ ګډونوال د دې غونډې د هدف یا ترسره کیدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د دوحې څلورمه غونډه جوړه شي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د لړم پر نهمه وويل چې په ملګرو ملتونو کې د ددغه هېواد استازي علي احمد بن سيف ال ثاني د دوحې د څلورمې ناستې په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال روزماري ډي کارلو سره کتلي دي.
تر اوسه د غونډې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

نور خبرونه

رادیو