د کاناډا لومړي وزیر پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه «وحشتناک» وبلل

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۰

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د حکومت "وحشتناک برید" غندلی دی.
جسټن ټروډو د طالبانو د امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت نوی فرمان چې په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ بندیز لګوي «وحشتناک» بللی او دا یې له ټولنې څخه د ښځو د محو کولو قصدي هڅه بللې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي اعلان وکړ چې د ښځو لپاره په عامه ځایونو کې حتی د ښځو غږ هم منع دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر وايي، یوه بالغه ښځه حتا د لمانځه پر مهال بلې ښځې ته "الحمدلله او سبحان الله" نه شي ویلی. خالد حنفي وويل: "کله چې ښځو ته اجازه نه وي چې تکبير ووايي او اذان وکړي، سندرې هم نه شي ويلای."
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې پر ورځ د لړم پر پنځمه د خالد حنفي د وینا غږ خپور کړ. دغه طالب چارواکي ویلي، چې «دا یو قانون دی چې په تدریجي ډول به پلی شي».
هغه پر سندرو د بندیز په ګډون پر ښځو د طالبانو پر بندیزونو نیوکو ته اشاره وکړه او ویې ویل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) پر امر بالمعروف رپوټونو جوړولو ته کار ویلی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ښځو غږ "عورت" ګڼي او ښځې له "شرعي محرم" پرته له ګرځېدو منع کوي.

دغه قانون، چې په ملي او نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راپارولي، د ښځو لپاره بشپړ حجاب هم اجباري کوي.

نور خبرونه

رادیو