یوه افغان مېرمن چې له خپل مېړه او دوو بچیانو سره امریکا ته تللې، ډېر زر به د یو تن د وژلو په تړاو د ګروېږنو لپاره سویډن ته ولېږدول شي.
ډیلي میل ورځپاڼه وايي، ۲۵ کلنه وجیهه او د هغې خاوند فرید وزیري دواړه د سویډن حکومت غوښتي دي.
څارنوالان ادعا کوي، چې وجیهه نومې افغانې له یوه بل ۳۷ کلن حمید عباس سره نږدې اړیکې درلودې او وروسته یې له مېړه سره یوځای د نوموړي د وژلو پلان جوړ کړی و.
وجیهې تور لګولی، چې وحید عباس پرې جنسي تیری کړی.
د سویډن پولیسو تر وژنې وړاندې د وجیهې ادعاوې څیړلې وې او د جنسي اړیکو په تړاو د یوې ویډیو له نندارې وروسته یې عباس خوشی کړی و.
د چارشنبې پر ورځ د ساکرامنټو محکمې وویل، سویډن اړتیاوړ شواهد لري چې په منطقي ډول وجیهه په وژنه کې ښکیله ښيي.
د محکمې د حکم له مخې به نوموړې سویډني چارواکو ته سپارل کیږي، خو د سپارنې نېټه یې لا نه ده په ډاګه شوې.
عباس له مرګ وړاندې خپل ورور ته ویلي و چې نوموړی او وجیهه له شپږو میاشتو راهیسې اړیکې لري.
وجیهه په مې میاشت کې د کلیفورنیا په ایک ګرو سیمه کې پولیسو ونیوله، خو مېړه یې چې د اروپايي ټولنې د پولیسو تر څار لاندې دی، پټ دی.
ویل کیږي فرید وزیری د وژنې او بدني ضربو له امله تر تعقیب لاندې دی.
وجیهې په ۲۰۲۰ کال کې په سویډن کې نوی ژوند پیل کړی و، خو څرګنده نه ده چې څه وخت امریکا ته تللې وه.
رسمي سرچینې وايي، چې ښايي نوموړې په جعلي سندونو امریکا ته تللې وي.
د وجیهې مدافع وکیل میاکریګر ویلي چې موکلې یې هیڅ وژنه نه ده پلان کړې او نه پکې ښکیله ده.
د روان کال په مارچ کې د سویډن پولیسو یو مړی وموند چې په پلاستیکي کڅوړو کې نغښتی او ستاکهولم ته نږدې په یوه ځنګلله کې غورځول شوی و.