د امریکا د ټاکنو په تړاو د افغانستان انټرنشنل - پښتو د درې ورځنۍ نظرپوښتنې ۵۳.۲۵ سلنه ګډونوال په دې باور دي چې د امریکا ټاکنې د افغانستان پر وضعیت اغېز نه لري.
همداراز ۲۶.۹ سلنه ګډونوال ډونلډ ټرمپ د افغانانو په ګټه کس بولي او ۵.۲۵ سلنه بیا کمالا هرېس ګټوره بولي.
په ورته وخت کې ۱۴.۶ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال د امریکا د ټاکنو په تړاو کوم ځانګړی نظر نه لري.
د اکټوبر له ۲۷مې تر ۳۰مې نېټې پورې افغانستان انټرنشنل - پښتو د امریکا د ټاکنو په تړاو یوه پرلیکه نظرپوښتنه ترسره کړه، چې څلور اساسي پوښتنې یې لرلې.
پر اېکس ټولنیزه شبکه په دغې نظرپوښتنه کې ۳۲۵ کسانو برخه اخیستې ده، چې ۲۹.۹ سلنه ګډونوال باور لري چې که ټرمپ ولسمشر شي د افغانانو په ګټه دی.
بل خوا هرېس د دغې نظرپوښتنې په ګډونوالو کې ۶.۵ سلنه پلویان لري او دوی فکر کوي، چې که چېرې کمالا هرېس کامیابه شي ښايي د ټرمپ په پرتله یې افغانستان او افغانانو ته ډېره ګټه ورسیږي.
ځینې ګډونوالو په تبصرو کې استدلال کړی چې که ټرمپ ولسمشر شي نو ښايي له افغانستان سره د امریکا روانې مرستې په ټپه ودریږي؛ خو دا خطر بیا د کمالا په وجود کې کم بریښي.
د نظرپوښتنې یوه لویه برخه ۴۹.۵ سلنه ګډونوال بیا په دې باوري دي چې د امریکا په ټاکنو کې که د جمهوري غوښتونکو نوماند ټرمپ او یا د ډېموکراټانو نومانده هرېس کامیابه شي د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ کوم ځانګړی اغېز نه ښیندل کیږي.
د نظرپوښتنې د ګډونوالو دا برخه بیا باور لري چې افغانانو ته ټرمپ او یا هرېس بریا کومه ځانګړې ګټه یا تاوان نه لري.
په تبصرو کې ځینو ګډونوالو استدلال کړی چې د امریکا بهرنۍ پالیسي د ځانګړو بنسټونو له خوا د لنډ، منځ او اوږدمهال لپاره جوړیږي چې د ولسمشرانو بدلون پرې کومه ځانګړې اغېزه نه لري.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د نظرپوښتنې ۱۴.۲ سلنه خلکو بیا ویلي چې دوی د امریکا د ټاکنو په تړاو هېڅ کوم نظر نه لري.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو پر فیسبوک د دغې نظرپوښتنې ګډونوال ۸۷۰ کسان وو او تر ټولو لویې برخې ګډونوالو ویلي چې د امریکا ټاکنې د افغانستان پر وضعیت او له افغانستان سره د امریکا پر تعاملاتو کوم ځانګړی اغېز نه لري.
د نظرپوښتنې ۵۷ سلنه خلک په دې باور دي چې د امریکا ټاکنې یوازې د امریکا په داخلي مسایلو پورې اړه لري او پر افغانستان کوم ځانګړی اغېز نه لري.
د دغې نظرپوښتنې ۲۴ سلنه ګډونوال ټرمپ او ۴ سلنه ګډونوال هرېس د افغانستان او افغانانو په ګټه بولي.
۱۵ سلنه ګډونوال بیا د امریکا د ټاکنو په تړاو هېڅ نظر نه لري.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو پر فیسبوک او اېکس په یادې نظرپوښتنې کې ۱۱۹۵ کسانو برخه اخیستې وه.
ټاکل شوې د روان میلادي کال د نومبر په پنځمه نېټه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي چې په دې ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ډېموکراټانو د نومانده او د اوسني ولسمشر مرستیاله کمالا هرېس د یو بل سیالان دي.