د پښتنو قومي جرګې مشرتابه وايي، چې د پاکستان پوځ ورسره د هغې ژمنې خلاف چې څه باندې دوه زره کورنۍ به بېرته تېرا ته خپلو مېنو ته ستنیږي، وايي اوس یې ۵۰ کورنیو ته د تلو اجازه ورکړې.
حکومت تېرا ته د ۲۰۴۱ کډوالو کورنیو د بېرته ستنولو پرېکړه اونۍ مخکې کړې وه.
د پښتون قومي جرګې تېره شپه سې شنبه د (لړم اتمه) ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان پوځ د هغې ژمنې خلاف چې یوه اونۍ وروسته به د تیرا د راجګال سیمې ۲۰۴۱ کورنۍ بیرته خپلو مېنو ته ستنوي، وايي اوس یې ۵۰ کورنیو ته د تلو اجازه ورکړې.
د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت یوه اونۍ وړاندې ویلي و، چې د تیرا درې د راجګال سیمې ۲۰۴۱ کډوالې کورنۍ به راتلونکې اونۍ د اکتوبر ۲۹مه خپلې سیمې ته بېرته ستانه کړي.
دغه کډوال په ۲۰۱۳ کال کې له تیرا څخه د جګړو له امله خیبر ته راکډه شوي وو.
د خیبرپښتونخوا حکومت او پوځ په خیبر کې د اکتوبر ۱۱ـ ۱۳ د پښتنو قومي جرګې له پرېکړې وروسته چې پښتانه کډوال به بیرته خپلو سیمو ته ستنیږي، د اکتوبر په ۲۲ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د اکتوبر په ۲۹ مه به د تیرا درې هغه ۲۰۱۴ کډوالې کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي چې په ۲۰۱۳ کال کې د جګړو له امله له خپلو مېنو بیځایه شوې دي.
خو اوس د پښتون قومي جرګې مشرتابه د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکه کوي او وايي، چې دوی ورسره په خپله کړې ژمنه نه دي دریدلي او پاتې کډوالو ته د تلو اجازه نه ورکوي.
په خیبر کې پراته له تیرا راکډه شوي دغه کډوال چې د راجګال سیمې د اتو کلیو اوسیدونکي دي، ټول شمېر یې نږدې ۱۱۵۰۰ تنه کیږي، چې په ۲۰۱۳ کال کې په تېرا کې د منګل باغ په نامه د یوه قوماندان د وسله والې ډلې (لشکر اسلام) د کړنو او هلته د جګړې له امله راکډه شوي وو.
دغو کډوالو د تورخم ـ پېښور تر منځ لویه لاره په بیګاړي سيمه کې د ۶۵ ورځو لپاره په اعتراضي ډول تړلې وه او پرلت یې په کې وهلی و، چې وروسته ورسره د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور تر خبرو اترو وروسته د وږي ۲۵ مه نېټه بیرته دغه لار خلاصه کړه.
په خیبرپښتونخوا کې له جګړو څخه کډه شوي کډوال یوازې د تیرا نه بلکې د نورو قبايلي سيمو لکه باجوړ، شمالي او سوېلي وزيرستان څخه هم په زرګونو کډوال بیځایه شوي چې دا مهال د پښتونخوا په يو شمير سيمو لکه پېښور، بنو، ډېره اسماعیل خان او د افعانستان کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د کډوالۍ سختې شپې ورځې تیروي.