له شمالي وزیرستانه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په شيواه مامیت سیمه کې وسله والو د پوليو ډله يرغمل کړې او له ساتونکو پوليسو یې وسلې هم اخیستې.
هاخوا اورکزیو کې وسله والو د پولیو پر ډله برید کې یوه پولیس ساتونکی وژلی.
ځايي سرچینو له شمالي وزیرستانه افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن سې شنبه د (لړم اتمه) ویلي، چې په شيواه مامیت سیمه کې وسله والو د پوليو واکسین ډله او ساتونکي پولیس یې يرغمل کړي او ناڅرګند لوري ته یې بیولي.
سرچینې وايي، وسله والو کسانو د پولیو واکسین ډلې له ساتونکو پوليسو وسلې هم اخیستې دي.
د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا د اورکزیو بدان کلي کې وسله والو د پوليو پر ډلې ډزې کړې چې په کې د دغې ډلې یو ساتونکی پوليس وژل شوی او بل ټپي دی.
سرچینې وايي، چې د پولیسو او وسله والو تر منځ جګړه تر اوږده مهاله روانه وه او د نورو زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د پولیو ننني کمپاین لپاره په خیبرپښتونخوا ایالت کې له څلویښت زرو ډیر د واکسین ورکولو ډلې جوړې شوې او د یادو کسانو د امنیت ساتلو لپاره له اته زرو څخه ډیر سیمه ییز مسوولان او ۵۰ زره امنیتي ساتوونکي ځانکړي شوي دي.
په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو نا امنیو او د پولیو واکسین په وړاندې د سیمې خلکو او وسله والو د حساسیت له امله په ډيریو سیمو کې دغه واکسین تر ټولو ماشومانو نه رسیږي چې په دې سره د پولیو پېښې په ډيرېدو دي.
د وسله والو په وروستیو بریدونو کې په دغو دوو ایالتونو کې نږدې شل د پولیو کارکوونکي او د هغوی ساتوونکي پولیس وژل شوي دي.