طالبان له اوتونبایوا سره د هېواد د مالي او بانکي سکتور پر وضعیت غږېدلي

AP ۱۴۰۳ لړم ۸

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مشر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې یاده ډله به د افغانستان مالي او بانکي سکټور ته وده ورکړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د لړم ۸مه) راپور ورکړی، چې نور احمد اغا د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره د هېواد د مالي او بانکي سکتور پر وضعیت غږیدلي دي.

باختر اژانس د نور احمد اغا له قوله لیکلي: «د افغانستان بانک ژمن دی، چې په افغانستان کې مالي او بانکي سکتور ته وده ورکړي.»

مېرمن اوتنبایوا هم په دې ناسته کې ژمنه کړې، چې په دې برخه کې به له طالبانو سره همکاري وکړي.

د یادولو ده، چې ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د دې ناستې په اړه بیا تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مسوولینو په وار - وار ویلي، چې د افغانستان د پولي سیاست او اسعارو د پالیسۍ ترتیب، د هېواد د رسمي ذخایرو ساتنه او اداره کول، د پیسو چاپ، بانکونو او غیر بانکي مالي موسسو ته د جوازونو صادرول او ثبتول، د بانکي قوانینو او مقرراتو پلي کول او د هېواد د مالي او بانکداري سیسټم مدیریت د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.

نور خبرونه

رادیو