اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وايي، چې افغان طالبان د پاکستان په نا امنۍ کې لاس نه لري

AP ۱۴۰۳ لړم ۸

د پاکستان لپاره د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب ویلي، چې د طالبانو حکومت د پاکستان په نا امنه کېدو کې لاس نه لري.
تر دې وړاندې د پاکستان پوځي او حکومتي مشرانو دعوې کړې وې چې پاکستان کې نا امني له افغانستانه پلان کیږي.

په اسلام اباد کې د سيمه ييزو مطالعاتو انسټيټيوټ په يوه سيمينار کې د وینا پر مهال د طالبانو سفير سردار احمد شکیب ويلي، چې د طالبانو حکومت د پاکستان په نا امنه کېدو کې لاس نه لري او هغه وسله وال چې له ډیورنډ کرښې اوړي رااوړي په دوی پورې اړه نه لري.
هغه په خپله وینا کې ویلي: «موږ په پاکستان کې نا امني او بې ثباتي نه غواړو ځکه چې دا زموږ دویم کور دی.»
په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتوالي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو سفير په دغه سیمینار کې ویلي، چې دا موضوع نوې نه ده او هڅه به وکړي چې د خبرو اترو له لارې دې موضوع ته د حل لاره پيدا کړي.
د پاکستاني چارواکو له لوري په دغه هیواد کې د نا امنۍ د نورو پېښو تر څنګ د پاکستان کورنیو چارو وزیر او له ترهګرۍ سره د مبارزې د برخې مشر په تېره غبرګولي میاشت کې په لاهور کې یوې رسنیزې غونډې ته ویلي و، چې په خیبرپښتونخوا کې پر چینايي انجینیرانو برید د ټي ټي پي وسله والو کړی او دغه برید په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پلان او ملاتړ ترسره شوی.
د روان لمریز کال په سر کې د خیبرپښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینایي انجنیران ووژل او یو شمېر نور ټپيان شول، په دغې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ورکړه، چې داسو بند ته روان و.

نور خبرونه

رادیو