اسلام اباد کې د روسیې سفارت وايي، دا مني چې یو روسی وګړی په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو له خوا تښتول شوی دی.
د ټي ټي پي حافظ ګلبهادر ډلې د اکتوبر په ۲۶مه ویلي و، چې یو روسی وګړی یې تښتولی.
اسلام اباد کې د روسیې سفارت نن سې شنبه د (لړم اتمه نېټه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هیواد یو وګړی د پاکستاني طالبانو له لوري په خیبرپښتونخوا کې تښتول شوی دی.
د روسیې سفارت دا نه دي ویلي، چې دغه روسی کله تښتول شوی او له هغې سیمې چې تښتول شوی، هلته د څه لپاره تللی و.
د ټي ټي پي اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې د روان ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۲۶ مه د انځورونو په خپرولو سره وويل، چې یو روسی وګړی یې د خیبرپښتونخوا له ډیره اسماعیل خان ولسوالۍ څخه تښتولی دی.
هغه مهال د پاکستان استخباراتو ته منسوبو ځینو ایکس پاڼو دا خبره رد کړه او ویې ویل چې دغه انځور پخوانی دی او په افغانستان کې اخیستل شوی دی.
د حافظ ګلبهادر ډلې ادعا کړې چې دغه روسی وګړی «عسکر» دی او دوی به یې وروسته په اړه بشپړ معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
خو اسلام اباد کې د روسیې سفارت د تښتول شوي روسي وګړي د شخصیت او دندې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري، د روسیې له یوې ډیپلوماتیکې سرچینې چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې ورسره کړې له قوله وايي، چې دوی د روسیې له رسنیو معلومات ترلاسه کړي چې د سنټ پیټرزبورګ د سفر بلاګر واسیا شوپلتسي (اصلي نوم ایګور بابکو) په پاکستان کې تښتول شوی دی.
دغه رسنۍ وړاندې وايي، یاد روسي بایسکل ځغلونکي د خپل یوټیوب چینل د ویډیوګانو اخیستلو لپاره د خیبرپښتونخوا ډېره اسماعیل خان ته تللی و او د اکتوبر له ۲۴ وروسته یې په ډیره اسماعیل خان کې ټلیفوني اړیکه پرې شوې ده.
د تحریک طالبان پاکستان حافظ ګلبهادر ډلې د دغه روسي بایسکل چلوونکي دوه انځورونه خپاره کړي چې یو یې په یوه دښته کې اخیستل شوی او بل یې د وسله والو تر منځ په ناسته په یرغمل حالت کې دی.
د حافظ ګلبهادر وسله واله ډله چې اصلي د فعالیتونو ځای یې شمالي وزیرستان دی خو د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ځینو سیمو کې یې هم د بریدونو مسوولیت اخیستی، تر نورو هغو توندلارې او په لویو بریدونو کې مخکښه ده، دغه ډله د حقاني له شبکې سره هم تاوده اړیکي لري او د فعالیت اصلي سیمه یې هم د خوست له ګربزو ولسوالۍ سره نښتې ده.