د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي د تېر حکومت د مشرانو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا او استازی یې د جمهوریت د سقوط لامل نه وه.
زلمي خلیلزاد وویل؛ د افغانستان دولت ځکه وپرځېد، چې مشران یې «هم په جګړو او مذاکراتو کې بد ول او هم د هېواد په اداره کولو کې.»
د افغانستان د تېر حکومت ډېری پخواني چارواکي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د تېر حکومت د پرځېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو مسوول ګڼي.
د امریکا په کانګرس کې جمهوریت غوښتونکي سیاستوال هم وایي، چې له افغانستانه په چټکۍ سره د امریکایي ځواکونو وتل ددې لامل شو، چې طالبان بیا واک ته ورسېږي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح زلمی خلیلزاد فرېبکار، دروغجن او شیطان بللی دی.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «خلیلزاد او د امریکا سفارت ماموریت درلود، چې د جمهوریت ضد د تبلیغاتو په تمویل سره د خلکو افکار ګډوډ کړي.»
صالح همداراز زیاته کړې: «د ولسمشر په ګډون مونږ ټولو هڅه کوله چې له لوېدیځوالو سره په مذاکراتو کې د خلیلزاد دروغونه افشا کړو، خو له دې څخه بې خبره و چې د یوه فرېبکار او دروغجن ګومارل یوه دسیسه وه.»
داسې ښکاري، چې په اېکس ټولنیزه پاڼه کې به د خلیلزاد د نننۍ لیکنې موخه د امرالله صالح د سختې نیوکې ځواب و.
زلمی خلیلزاد پرته له دې چې د کوم مشخص کس نوم واخلي همداراز لیکلي: «د جمهوریت مشران امریکا او په ځانګړې توګه ما د خپلې واکمنۍ د له لاسه ورکولو لامل ګڼي.»
په داسې حال کې چې د نوموړي په خبره: «د افغانستان جمهوري دولت له دې امله وپرځېد چې د ځینو کسانو په استثنا سره د پخواني دولت مشران په حکومتولۍ، مذاکراتو او جګړو کې بد و.»
د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي همداراز ویلي: «د افغانستان طلایي فرصت یې له منځه یووړ.»