په جوزجان کې يوې مور شپږ ماشومان زېږولي

AP ۱۴۰۳ لړم ۷

له جوزجان څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په شبرغان ښار کې يوې مور شپږ ماشومان زېږولي دي.

په زېږېدلو ماشومانو کې څلور نجوني او دوه هلکان دي.

د شبرغان د یوه خصوصي روغتون روغتيا پالانو د دوشنبې پر ورځ د شپږو ماشومانو له زېږون وروسته د مور او ماشومانو روغیتایي وضعت د ډاډ وړ وباله.
د یاد روغتون رییس ویلي، چې په شپږو زیږېدلو ماشومانو کې دوه هلکان او څلور نجونې دي.
روغتيايي کارکوونکو ويلي، چې همدې مور او نويو زېږېدلو ماشومانو ته به په روغتیايي برخه کې لا پاملرنه وشي.
له دې وړاندې په ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې دوو میندو پنځه پنځه بچیان نړۍ ته راوړي وو.
د هممهاله شپږو ماشومانو زیږون او د مور او ماشومانو د روغتیايي وضعیت د ښه والي په اړه رپوټ داسې مهال دی چې افغانستان د زیږون پرمهال د مړینې لوړه کچه لري.
د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ مياشت کې د ملګرو ملتونو سازمان وياند سټېفن ډوچارېک ويلي و، چې افغانستان د زېږون پر مهال د میندو د مړینې تر ټولو ډېرې پېښې لري او په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د ماشوم د زېږون پر مهال مري.
د طالبانو په واکمنۍ کې هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه زیاته شوې او د نورو برخو ترڅنګ روغتيايي سکتور ته هم زيان اوښتى، چې په هیواد کې په بېلابېلو ناروغيو د ماشومانو اخته کیدل او د میندو مړینه ورسره ډېره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو