د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سفارت وايي، چې ددې ډلې او قطر ترمنځ د مستقیمو هوايي الوتنو په برخه کې تړون لاسليك شو.
یاد سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې « د تړون له مخې به د افغانستان او قطر هېوادونو تر منځ مستقيم پروازونه پيلېږي.»
د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت نن دوشنبه «د لړم اوومه» پر خپل اېکس لیکلي، چې دغه تړون د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مرستيال او د قطر د هوايي ملکي چلند ادارې سرپرست محمد فالح الهاجري تر منځ لاسليک شو.
طالبانو ددغه لاسلیک شوي تړون په اړه نور ډېر جزئیات نه دي ورکړي.
یاد سفارت وايي، چې د تړون د لاسلیک کېدو په مراسمو کې د قطر د ټرانسپورت او هوايي چلند وزير جاسم بن سیف السیلطي او په دوحه کې د طالبانو سرپرست سفیر محمد نعیم هم حضور درلود.
دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي، چې د جمهوري نظام له پرځېدو را په دې خوا قطر افغانستان ته هوايي الوتنې نه درلودې.
قطر په دې وروستیو کې له جرمني نه افغانستان ته د ۲۸ تنو شړل شویو افغانانو د لیږد چارې هم پرغاړه درلودې.
د دغه تړون په لاسلیک کېدو سره قطري الوتکې دا شونتیا مومي چې له اروپايي هېوادونو اخراج کېدونکي افغانان په اسانۍ سره کابل ته ولېږدوي.
جرمني او یو شمېر نور اروپايي هېوادونه په پام کې لري، چې «مجرم» افغانان له خپلې خاورې وباسي.