د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې، افغان ابدالیانو، د عمان په کوربه توب د ځوانانو اسیايي جام د ۲۰۲۴ کال اتلولي وګټله.
دا لومړی ځل دی، چې افغان ابدالیان دغه جام په خپل نوم کوي.
د ځوانانو اسیایي جام د پای لوبې پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د سریلانکا لوبډلې د ۲۹ اورونو په لوبولو سره ۱۳۳ منډي جوړې کړې.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سمیع الله بلال ۳ او الله محمد غضنفر د سیالې لوبډلې دوه مهمې ویکټې ترلاسه کړې.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د افغان ابدالیانو پیلیز توپ وهوونکی زبید اکبري په صفر وسوځید، خو د لوبډلې د منځني توپ وهونکي له جملي څخه لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۴ او کریم جنت ۳۳ چټکې منډې جوړې کړې.
همدارنګه افغان ابدالیانو دغه لوبه د صدیق الله اتل د ۵۵ او اسحاق خان د ۱۶ ناسوځېدلو منډو په مټ په ۱۸،۱ اور کې وګټله.
دغه جام په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان الف لوبډلې ګتلی و.