د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې بنګله دېش لوبډلې ته درې پر دوه ماته ورکړه او د ۱۲ نومرو په درلودو سره يې د ۱۷ کلنو اسیا جام ته لاره پیدا کړه.
افغان لوبډلې په لومړي ګروپ کې بنګله دېش، کمبوديا، فليپين او کايو ته ماتي ورکړه او د ټولو لوبو په ګټلو اسیام جام ته لاړه.
د افغانستان او بنګله دېش ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلو ترمنځ د نن ورځي د سيالۍ په پيل کې لومړۍ ګولوهنه بنګله دېش تر سره کړه، خو په ۲۹ مه دقیقه کې افغان لوبغاړي یاسر صافي لوبه مساوي کړه، چې وروسته بنګله دېش دویم ګول هم تر سره کړ او د لوبې لومړۍ نيمايي دوه د یو پر وړاندې د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده.
د لوبې په دويمه نیمايي کې میلاد نوري په ۶۴ مه دقيقه کې لوبه مساوي کړه او ارش احمدي په ۷۰ یمه دقیقه کې د ګټې ګول تر سره کړ او په همدې سره يې بنګله دېش مات کړ.
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې په دې څلورو سياليو کې ۲۳ ګولونه تر سره کړي او درې ګولونه یې خوړلي.
افغانستان په خپل ګروپ کې د ټولو سياليو په ګټلو د سرګروپ په توګه د ۱۷ کلنو اسیا جام سیاليو ته لاړ.
د ۱۷ کلنو اسیا جام د ۲۰۲۵ کال د اپريل مياشت کې د سعودي عربستان په کوربه توب تر سره کيږي.
د طالبانو تر واک لاندې فوټبال فدراسيون مسوولانو، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، يو شمېر سياستوالو او ګڼو افغانانو د فوټبال ۱۷ کلنو اسیا جام ته د افغان لوبډلې پر تګ خوښي ښودلې او د لوبغاړو ترڅنګ يې ټولو مينه والو ته مبارکۍ ورکړې دي.