د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر دغه هېواد د اسراییل د بریدونو په غبرګون کې ویلي: "د ایران دوښمنان دې پوه شي چې ایرانیان د هر حماقت ځواب په تدبیر او هوښیارۍ سره ورکوي."
نوموړي پر اېکس لیکلي، چې د ایران خلک له وېرې پرته د خپلې خاورې د دفاع په موخه ولاړ دي.
پزشکیان همداراز د ایران په خاوره د اسراییل د بریدونو له امله وژل شوي کسان شهیدان وبلل او د وژل شویو کسانو کورنیو، پوځيانو او د ایران خلکو ته یې تسلیت وړاندې کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم وویل: «له ځانه د دفاع لپاره زمونږ هوډ هېڅ حد نه لري.»
نوموړي ټینګار وکړ، چې د ایران حکومت به له اسراییل سره د مقابلې لپاره په جدي توګه خپل سیاست ته دوام ورکړي.
د راپورونو له مخې: "د اسرایيل امنيتي کابينې د جمعې په ماښام د يوه ټلويزيوني کنفرانس له لارې پر ايران د بريد پلان تصويب کړ."
اسراییلي رسنیو بیا تېره شپه ناوخته خبر ورکړ، چې اسراییل د جمعې په شپه پر ایران د بریدونو په ترڅ کې په عراق او سوریه کې د هوايي دفاع رادارونه او په ایران کې پوځي مرکزونه بمبار کړي دي.
د ایراني رسنيو د وروستیو معلوماتو له مخې، د اسراییل په برید کې د دغه هېواد د پوځیانو د وژل کېدو شمېر ۴ تنو ته رسېدلی دی.
پر ایران د اسراییل دا برید له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی او د سیمې ډېر شمېر هېوادونه د ایران پروړاندې دغه برید د بشري او نړۍوالو قوانینو نقض ګڼي.
د ویلو ده، چې اسراییل په خپله خاوره کې د ایران د بریدونو د غچ اخیستو په موخه پر دغه هېواد بریدونه کړي دي.