په فلیپین کې د ټرامي توپان ۴۶ کسان مړه کړي دي.
د فليپين په شمال ختيځ كې د ټرامي توپان له امله سېلابونه راوتلي او ځمكه هم ښویېدلې ده.
د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا لس زره کسان بې کوره شوي هم دي.
د دغو سېلابونو له امله سړکونه ویجاړ شوي او زیربناوې هم سختې اغېزمنې شوې دي او ورسره ډېر کلي هم سخت ځپل شوي دي.
پولیس وايي، د بېړني حالت له امله د ژغورنې ډلې له خلکو سره مرسته کوي او خوندي ځای ته یې د لېږدولو هڅې روانې دي.
د فلیپین د ولسمشر په مشرۍ په دغه هېواد کې راتلونکو زیانونو د مخنیوي لپاره د کابینې بېړنۍ ناسته هم ترسره شوه.
په راتلونکې اونۍ کې د فلیپین په لویډځ کې د ټرامي توپان د رالوتو اټکل هم شوی دی.