د ځوانانو د اسیا جام سیالیو د نیمه پایلوبې لومړۍ لوبه د پاکستان او د سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ پیل شوه.
د دغې لوبې پچه د پاکستان لوبډلې ګټلې او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
له دغې لوبې وروسته به د دغه جام د نیمه پایلوبې دویمه لوبه د افغان ابدالیالنو او هندوستان الف لوبډلې ترمنځ ترسره شي.
دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماښام په ۶:۰۰ بجو د عمان په کوربهتوب پیلېږي.
د دغو لوبو پایلوبه بیا د روانې (اکټوبر میاشتې په ۲۷مه) ترسره کېږي.
هند په دغو سیالیو کې یواځینۍ لوبډله ده، چې تر دې دمه له ماتې سره نه ده مخ شوې.
افغانستان بیا په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا او په دویمه لوبه کې یې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه؛ خو په وروستۍ لوبه کې یې له هانګ کانګ لوبډلې ماتې وخوړه.
په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د ځوانانو اسیا جام د ګټلو په موخه د یو بل پر وړاندې ولوبېدې؛ خو یوازې څلور لوبډلې وتوانېدې، چې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.