د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وايي، د ښاغلي خان مېرمن بشرا بي بي نن له زندان خوشې او خپل کور ته ستنه شوه.
د دې ګوند پر اېکس ویډیو کې هم ښکاري چې ډېر کسان د بشرا بي بي هرکلي ته ولاړ دي.
بشرا بي بي د توشه خانه دوه کېس له امله په ایډیاله جېل کې بندي وه.
د نوموړې د خوشي کېدو پر مهال د تحریک انصاف ګوند ډېر غړي هم حاضر و.
بشرا بي بي تر خوشي کېدو وروسته لاهور ته لاړه.
د نوموړې مېړه او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان لا هم په ایډیاله جېل کې بندي دی.
بشرا بي بي ویلي، چې د هغه د خوشي کولو لپاره به هڅې جاري ساتي.