د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، باجوړ کې یې د عملیاتو پر مهال نهه وسله وال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۳

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، چې تېره شپه یې د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې نهه وسله وال وژلي دي.
دوی وايي، چې په دغو وسله والو کې د سید محمد قریشي په نوم یو قوماندان هم وژل شوی.

تر اوسه پورې ټي ټي پي او یا نورو وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې نن پنجشنبه د (لړم درېیمه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه یې د خیبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې نهه وسله وال وژلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې یې د ملاکنډ ډویژن لپاره د وسله والو ډلو د مشر مرستیال سید محمد قریشي او ځانمرګو بریدونو ته چمتو دوه تنه هم وژلي دي.
د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له وژل شويو وسله والو څخه يوه اندازه وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
په دې وروستیو کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ عملیات بیا ډیر شوي چې له امله یې په پښتونخوا او بلوچستان کې وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوړي.

نور خبرونه

رادیو