د تهران د ټولنیزو چارو او د جرمونو د مخنیوي مسوول او د عدلیې مرستیال وایي، دا مهال د ایران په بند خونو کې ۱۲۴۵ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور زنداينان دي.
ابوالفضل نیکوکار په خبري غونډه کې زياته کړه، چې له دې شمېر يې ۴۲۳ کسان د غلا په تور نیول شوي دي.
د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخي، چې دغه ايراني چارواکې بهرني اتباع د کوربه هېواد لپاره فرصت او ګواښ وباله.
ایسنا د تهران د اتباعو د عمومي ادارې د معلوماتو د شمېرو له مخي لیکلي، چې دامهال په تهران کې يو میلیون او ۲۰۹ زره ۸۹ هغه کسان چې د اوسېدو رسمي اسناد یې اخيستي او ۳۰۳ زره او ۲۵۲ نور بيا غيري رسمي اوسيږي.
د تهران ټولنيزو چارو او د جرمونو د مخنيوي مسوول او د عدليې مرستیال ابوالفضل نیکوکار بهرنیو اتباعو ته د کار ورکولو اړوند ويلي: «د کار د قانون له مخې، بهرنيو اتباعو که قانوني وي او که غيري قانوني وي استخدام يې جرم دی. د کار اداره مسوليت لري، چې دغو کسانو ته د ځينو شرایطو له مخي د کار جوازونه ورکړي.»
د نوموړي په خبره، چې بهرنيو اتباعو ته د کار د جوازونو د نه ورکولو له کبله د غلا پېښې زياتي شوي او نوموړی د هغو بنسټونو مخالف دی، چې د غلا په تور د محکوم شویو کسانو ملاتړ کوی.
نیکوکار وايي، هغه کسان، چې پرله پسې جریمونه کوي تر تعقيب لاندي او خپلي سزاوي به ويني او له دې وروسته به باميټریک شي.
نن د ایران د لرستان د پولیسو مرستیال محمد پير حياتي بیا ويلي، چې د روان کال له پیله په دغه ولایت کې يې ۱۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.
محمد پيرحياتي وايي:« دغه شمېره د تېر کال پرتله سل په سلو کې زياته شوې ده.»
نوموړي په لرستان کې له امنیتي چارواکو سره په کتنه کې خبرداری ورکړ چې په دغه ولایت کې د افغانانو کار کول جرم دی.