یو شمېر هېوادونو ته له کندهاره د څه کم ۷۴ مېلیونه ډالرو په ارزښت انځر صادر شوي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲

په کندهار کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې یې هندوستان، عربي متحده امارات او ځینو نورو هېوادونو ته له ۱۳ زره ټنو څخه ډېر انځر صادر کړي دي.

په کندهار کې د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د روان کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د تلې میاشتې تر ۲۶مې نېټې یې ۱۳۶۱۹ ټنه انځر ځینو هېوادونو ته صادر کړي دي.
ښاغلی بنا وایي، له کندهار څخه یې دغه انځر د هندوستان، عربي متحده اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو ته د څه کم ۷۴ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادر کړي دي.
نوموړی وايي، د انځرو دغه صادرات یې د ځمکې له لارې ترسره کړي دي.
ښاغلي بنا زیاته کړه:« تر اوسه ۱۳۶۱۹ ټنه انځر له کندهار څخه په دوو میاشتو کې صادر شوي او د دغو صادر شویو انځرو ارزښت ۳۷ مېلیونه ۵۹۰ زره ډالر و.»
نوموړی وايي، د یادو انځرو ډېره برخه یې هندوستان ته صادر کړي دي.
ښاغلی عبدالباقي بنا وایي، تمه لري د کال تر پایه نور انځر هم ځینو نورو هېوادونو ته صادر کړي.
نوموړی وایي، تېر کال له کندهاره یو شمېر هېوادونو ته په ځانګړې توګه هندوستان ته ۳۰زره ټنه انځر صادر شوي وو.
په کندهار کې د سوداګرۍ خونه وايي، که څه هم ځیني هېوادونه د افغانستان په ځانګړې توګه د کندهار د وچې میوې صادراتو ته لېواله دي؛ خو ډېرې وخت د پاکستان له لوري له کندهار څخه تر ګوادره په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخامخېږي.

نور خبرونه

رادیو