د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعتونو په مرکزي دفتر کې چاودنه شوې ده.
علي یرلیکایا دغه چاودنه یو "ترهګریز برید" بللی او وايي، چې په دې پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
له چاودنې وروسته سیمې ته امنیتي ځواکونه، روغتیايي او د اور وژنې ډلې استول شوې.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل، چې « د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعتونو پر ودانۍ ترهګریز برید د انقرې په قهرمانکازان سیمه کې شوی او له بده مرغه د برید له امله مړه او ټپیان لرو».
یو شمېر رپوټونه وايي، چې دوو ځانمرګو په دغو تاسیساتو کې ځانونه الوزولي خو دغه رپوټونه تر اوسه نه دي تایید شوي.