طالبان: وږي مياشت کې صادرات زیات او واردات کم شوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲

د طالبانو د احصايي او معلوماتو اداره وایي، په تېره وږي میاشت کې د افغانستان صادرات ۷۰.۶ ميليون ډالره زیات شوي، خو واردات ۵۷ ميليونه ډالره کم شوي.

دا اداره وايي، په وږي میاشت کې یې بېلا بيلو هېوادونو ته ۱۷۳.۹ میليون ډالره صادرات کړي، چې تر زمري ۷۰.۶ ميليون ډالره زیات شوي دي.

د طالبانو احصایي او معلوماتو ادارې نن ويلي، چې په همدغه موده کې یې د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۴.۱ ميليون ډالر ته رسيږي، چې تر زمري میاشتې ۵۷ ميليونه ډالره کم شوي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو اداره زياتوي، چې د وږي په مياشت کې يې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته کړي او واردات يې بیا له ایران، پاکستان او چين څخه کړي دي.

د ځينو معلوماتو له مخې، پخواني جمهوري دولت د افغانستان د صادراتو کچه نږدې ۶۰ سلنې ته رسولې وه، چې د هوايي او ځمکنيو دهليزونو له لارې یې منظم اسيا او اروپا ته لاس رسی درلود.

پر طالبانو نیوکه کيږي، چې د سوداګرۍ لپاره منظمه پاليسي نه لري، د صادراتو او وارداتو ټولې پيسې د صرافيو له لارې تبادله کوي او بانکي سیسټم هم سقوط دی.

نور خبرونه

رادیو