د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله د اسیا جام غواروي سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه د ماکاو د ۱۷کلنو کم عمره لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د فوټبال له ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام غوراوي سیالۍ په خورا قوت پیل کړې دي.
افغان لوبډلې دوه ورځې وړاندې په خپله لومړنۍ لوبه کې د فلیپین لوبډلې ته ۸ پر صفر ستره ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې د ننۍ لوبې لپاره تېره ورځ سخت تمرینونه ترسره کړي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، افغان لوبډله به نن د افغانستان پر وخت یوه نېمه بجه د ماکاو لوبډلې په وړاندي د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډلې روزونکی وايي، لوبغاړي د دویمې لوبې د ګتلو لپاره چمتو دي او تمه لري چې له ماکاو لوبدلې څخه هم لوبه وګټي.
افغانستان په بي ګروپ کې له بنګله دېش، کمبودیا، فلیپین او ماکاو سره لوبې لري.
دغه سیالۍ په کمبودیا کې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام د غوراوي لپاره ترسره کېږي.