د طالبانو امربالمعروف د یوه رسمي لیک په ترڅ کې د بدخشان په پوهنتون کې د خولۍ پر سر کول او د ږیرې پرېښودل جبري کړل.
د یادې ډلې په دغه لیک کې ویل شوي، چې محصلین باید کمیس او پرتوګ واغوندي.
د طالبانو امربالمعروف دستور ورکړی، چې د یاد پوهنتون استادان، محصلین او نور کارکوونکي اجازه نه لري، چې خپله ږیره لنډه کړي.
د امربالمعروف د امریت په رسمي لیک زیاته شوې، چې استادان باید د طالبانو مذهبي امرونه په پام کې ونیسي او له محصلینو هم وغواړي، چې له دې دستور څخه پیروي وکړي.
امربالمعروف په دې لیک کې خبرداری ورکړی، چې د بدخشان پوهنتون ټول استادان، کارکوونکي او محصلین باید د جماعت لمانځه ته هم حاضر شي او د هغو کسانو نومونه به چې جماعت ته نه راځي، د دې ولایت د دعوت او ارشاد کمېټې ته ولېږل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ټولو ولایتونو په دولتي ادارو کې د دعوت او ارشاد په نوم امریت جوړ کړی دی او دغه اداره د وزارتونو په تشکیلاتو کې زیاته شوې ده.
ویل کېږي چې د وزارتونو په کچه د امر بالمعروف ریاستونه او د ولایتونو په کچه یې امریتونه د طالبانو تر ټولو باصلاحیته برخې دي.
د یادولو ده، چې طالبانو په دولتي ادارو کې د دې برخې د زیاتولو موخه د امر بالمعروف د قانون او «اسلامي شریعت» پلي کول بللي دي.
که څه هم طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په خلکو په ځانګړې توګه پر مېرمنو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي، خو په دې وروستیو کې د یادې ډلې سخت دریځۍ تر بل هر وخته زیاتې شوې دي.